IQNA

د غزې  له جنګ وروسته د  انګریزانو د اسلام پر لور ګروهنه زیاته شوې ده

15:21 - December 07, 2025
د خبر لمبر: 3492123
ایکنا - یوه څېړنه چې د بریتانوي بنسټ «د ایمان د اغېز په ژوند کې» (IIFL) له خوا ترسره شوې، ښئي چې نړیوالې نښتې د بریتانیاوالو د اسلام په لور د  ګروهنې یو مهم محرک دی.

 ایکنانیوز د «الجزیره» په نقل راپور راکړی،  هغه څيړونکی چې دغه مطالعه ئې کړې ده  پوهه شوي دي، د دوي پوهونې او پوهیدا  وایي د غزې تړانګې په ضد د اسرائیلو  اوږده جګړې  د اسلام   دمنونکو   شمېر لا زیات کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، هغه څه چې په رسنیو کې د بریتانیاوالو له اسلام سره دګروهنې او هغو شخړو ترمینځ چې پر اسلامي ټولنو اغېزې کوي، راپورته کېږي، ښائي خورا مهم  وي.

څېړونکو ویلي: دا بیلګه او مثالونه  ښائي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو په وروستیو کې خپاره شوي رسنیز راپورونه تایید کړي چې وایي د غزې د وروستۍ جګړې پسې  د اسلام  د منلو  پېښې ترپام وړ ډول زیاتې شوې دي.

همدارنګه څېړونکو ویلي، هغه کسان چې اسلام قبلوي، ډېر وخت د ژوند د معنا او هدف په لټه کې وي.

دا څېړنه چې د ۲۷۷۴ کسانو نظریات ــ چا چې خپل دیني  باورونه بدل کړي، که د یوه نوي دین په منلو یا د دین په بشپړ پرېښودو ــ څېړلي، دې پایلې ته رسېدلې چې د خلکو محرکات او پایلې د هغه دین له مخې چې قبلوي ئې،ډیر توپیر  دي.

د څېړنې پر بنسټ، ۲۰٪ هغه کسان چې تازه ئې اسلام منلی، ویلي چې د نړیوالې نښتې اړوند ئې دې کار ته لېوالتیا موندلې، او ۱۸٪ ئې د  نفسیاتي  روغتیا له لامله اسلام ته ګروهمن شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4320995     

captcha